د بهرنيو چارو وزير د ايران د ولسمشر له استازي سره د افغان مهاجرینو او تجارانو په ‏ستونزو خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره د افغان مهاجرینو او تجارانو په ‏ستونزو او نورو اړونده موضوعاتو خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په وينا د بهرنيو چارو وزیر وویل، د دې وخت رارسېدلی چې له ‏ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه یې وکړه چې د تجارت او ترانزټ په برخه کي سهولتونه رامنځته شي، په ایراني بانکونو کې د افغان تجارانو په پولي حسابونو باندې لګېدلي محدودیتونه ليرې شي او دغه راز له ایراني پلاوي سره د ایران په زندانونو کې د افغان محبوسینو د خلاصون او برخلیک د معلومېدو په تړاو او افغان حکومت ته د سپارلو په باب هم خبرې شوي.

د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي قومي وويل، لازم بولي چې د ایران-افغانستان ترمنځ د ټرانزیت او تجارت د ودې لپاره سهولتونه ایجاد کړي، د افغان تجارانو د بانکي حسابونو موضوع له خپل مرکزي ‏بانک سره شریکه کړې ژر ده چې رامنځته شوې ستونزه حل شي او د افغان محبوسینو او افغان کارګرو د ستونزو په تړاو به له مربوطه ادارو سره د حل په پار ناستې ترسره کړل شي.

په اخره کې د يوه هيئت پر جوړېدو موافقه وشوه چې ايران ته به سفر وکړي، او يادې ستونزې به له ايراني چارواکو سره شريکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button