استخبارات شته خو په نشت یې بولئ

عرفان مجاهد

مونږ وینو چې په دې وروستیو کې په کابل کې په مسلسل ډول چاودنې کېږي علماء شهیدانېږي قتلونه کېږدي ولې د دې مخه نۀ نیول کېږي؟

دا چاودېدونکي توکې لۀ کوم ځایه راوړل کېږي؟ چېرته ترې ماینونه جوړېږي څنګه لۀ دومره چیک پاینټونو څخه تېرېږي؟

نو استخبارات بیا څۀ معنی چې داسې شیان نۀ شي کشف کولی، هسې په نمایشي دریشيو، موټرو، امپورونو کشفیات نۀ کېږي تر څو چې مخفي کسان ونه روزل شي په ښار او اطرافو کې مخفي کسان پیدا نکړل شي د دوښمن پیدا کول مشکله ده.

بله خبره داده چې اکثره د امنیتي حوزو او ولسواليو امیران، مدیران او مج اهدین د نورو ولایتونو دي هغوی په کابل کې پوره بلد هم نۀ دي تر ډېره تجربې هم نه لري په واسطو او انډیوالیو یې ځانونه مقرر کړي دي چې نۀ د ځان امنیت نیولی شي او نۀ د ولس.

رئس الوزرا او کابینه دې د استخباراتو په ریاستونو او مسؤلینو یې تجدید نظر وکړي یا دې ټول بدل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button