مصر: کليسا کې د اورلګېدو له امله تر ۴۰ زيات کسان وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

مصر: کليسا کې د اورلګېدو له امله تر ۴۰ زيات کسان وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د مصر په يوې کليسا کې د اورلګېدنې له امله تر څلوېښت زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا اورلګېدنه د جیزه ولایت پا امبابة سیمه کې د (ابي سیفین) په نامه کلیسا کې رامنځته شوې او لسګونه کسان پکې وژل شوي.
د مصر قبطي کلیسا د دغه هېواد د روغتیايي سرچینو په حواله ویلي، په اور کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د ورکړو معلوماتو له مخې، اور د کلیسا په دویم پوړ کې نن ګهیځ پر ځايي وخت نهه بجې ایرکنډېشن کې د برېښنايي ستونزې له کبله رامنځ ته شوې.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې په تړاو لا ډيرې پلټنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button