ازادي/ عبدالسلام وزيروال

ازادي

عبدالسلام وزيروال

مونږ له انګرېزانو ازادي واخیسته خو خپلواک نه شو؛ هماغه څوک چې له انګرېز سرکار یې استقلال اعلان کړ، د واک ترلاسه کولو وروسته یې شپږ میاشتې د همدوی په غېږ کې تېرې کړې او کله چې له واک ګوښه شو، بېرته د غرب غېږې ته ولوېد.

روسان چې له مونږ یې خپلواکي سلبوله؛ زمونږ د غیور ملت پر مټو مات شول، خو مونږ خپلو مشرانو داسې مات کړو چې نه مو خپل وجود وساته، نه وطن او نه خپلواکي، تر دې نور مو د خپلواکۍ له نوم څخه نفرت کېده.

نړیوال صلیبي اشر هم پر مونږ سپین سترګی او وحشیانه یرغل راوړ خو زمونږ پر خاوره وپرځېدو او مات شو؛ اوس که مونږ د ازادۍ دعوې کوو، پکار ده ازادي وساتو، د ازادۍ ساتل هله ممکن کېږي چې خپل ولس خپل کړو، ویې ساتو، په تمامه مانا ساتل، داسې نه چې فزیکي ساتنه یې کوو خو معنوي له بل اړخه خړوبېږي

ځوان قشر ته ډاډ اړ باور ورکول چې نظام یې د ټولو حقوقو محافظ دی، مسلکي کادرونو ته عملاً ښودل چې هېواد کې یې شتون او له مسلک ګټه اخیستل کېږي او …..

که داسې وکړی شو، مونږ واقعاً ازاد یو او تر پایه به ازاد پاتې شو.

مربوطه مطالب

Back to top button