پروان کې سېلابونو ۳۱ تنه مړه او ۱۷ تنه ټپيان کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

د پروان ولایت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولايت په سياه ګرد او شينوارو ولسواليو کې پرون ماښام د سېلابونو له کبله ٣١ کسان مړه شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

راپور زياتوي، تر اوسه لسګونه تنه نور نادرکه شوي دي.

دغه راز ځايي چارواکي وايي، چې سېلاب خلکو درانه مالي زيانونه اړولي، کورونه يې نړولي او سلګونه جريبه د کروندې ځمکه يې خرابه کړې ده.

‏د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې د ځاني زیان شمېر نور هم ډېر شي.

په عين حال کې د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې ممکن سبا ته هم د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې شديد بارانونه وشي او د سېلابونو راوتلو ګواښونه شته.

مربوطه مطالب

Back to top button