افغان لومړی وزیر چارواکو ته: له خلکو سره ښه چلند وکړئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت لومړي وزیر ” ملا محمد حسن اخوند” له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې،چې له خلکو سره دې ښه چلند کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی او په خبره یې کوم چارواکي چې پر ولس رحم او مهرباني نه کوي،هغوی به د حکومت له لوري هم د رحم وړ ونه بلل شي.

افغان لومړي وزیر د استخباراتو پر غړو هم غږ کړی دی،چې دا فکر له ذهنه وباسي، چې هغه د استخباراتو کارکوونکي دي او هر څوک نیولای شي.

ملا محمد حسن اخند حکومتي چارواکو ته په خطاب کې ویلي،غرور او تکبر باید له ځانه لرې کړي.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت رئیس الوزرا دغه خبرې وروسته له هغې کوي،چې د حکومتي چارواکو د ناسم چلن له امله په دې وروستیو کې ځینو خلکو شکایتونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button