محسن سعود
د روانې سنبلې مياشتې په لومړۍ نېټه د اسلامي امارت پخواني فرهنگي كمېسيون څو كليدي غړو چې اوس د اطلاعات او فرهنگ وزارت او ځينې يې نورو برخو او رياستونو كې دندې لري؛ د كمېسيون مشر او د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد په مشرۍ ناسته ترسره شوه چې پكې د هغه د سكرتر رول ترسره كونكي ښاغلي بلال كريمي، د كمېسيون مرستيال او جنوب زون مسئول مولوي احمدالله وثيق، د كمېسيون شمال زون مسئول او د څرك مجلې مدير مولوي عتيق الله عزيزي، د الاماره ويبپاڼو عمومي مسئول قاري محمديونس راشد، د الاماره دري برخې مسئول مفتي انعام الله حبيبي(سمنگاني)، د اسلامي امارت دوهم وياند قاري يوسف احمدي(ملا رازمحمد)، د الاماره سمعي او بصري څانگې او بيا شريعت غږ راديو مسئول مولوي احمدالله متقي(اسد افغان)، د مورچل مجلې مدير مولو محمد ابراهيم نبيل(صلاح الدين صارم)، د كمېسيون سلاكار مولوي سعدالدين(حاجي اكبر)، د تاريخ څانگې مسئول قاري سعيد زرمتي او د الاماره ويبپاڼو او بيا د شريعت غږ راديو تخنيكي مسئول عبدالواحد ريان گډون كړی و او د وږي مياشتې۹مې د وروستي اشغالگر پوځي وتو-د افغانستان ازادۍ د ورځې لمانځلو، ورته د تيارۍ او رسنيز پوښښ ور كولو باندې له يوې پخوانۍ د كمېسيون برنامې سره سم بحث وشو، په اړه يې تصميم ونيول شو او گډونوالو ته يې اړوندې دندې وسپارل شوې.
د كمېسيون د وخت برنامې د ملگرو د اخلاص، جهادي احساس او ولولې، رښتوني او ټينگ يو والي او انسجام، تعهد او ژمنتيا او ډېرو نورو دا ډول ښو مواصفاتو باندې ولاړې او پلي كېدې چې سرچينه به يې يوه او د مشر په توگه به يو تن لكه د برق سيستم ډېر څراغونه روښانه كول، د ټولو گروپونو رڼا به هم يو شانتې تېزه/خپه وه، په هر حال ترمنځ سره همغږي او همپاله هم و او داسي نه و چې په ليږو توپيرونو ډېرې سرچينې او سيستمونه وجود ولري او فعاليت يې بيا د سرچينو ترمنځ توپير په پرتله څو برابره زيات ليږ او ډېر وي چې ښه او د موضوع دننه بېلگه يې په اطلاعات او كلتور وزارت كې گڼ معينيتونه دي چې ترمنځ ليږ توپير سره يې اړوندې ټولې چارې د ښاغلي ذبيح الله مجاهد له كنتروله پر وتو د معينانو د وړتيا په كچه په لوړ او ټيټ كيفيت ترسره كېږي او ترمنځ يې اړينه همغږۍ هم نه ښكاري چې دغه وزارت يې له روان رسنيز او تبليغاتي مخ پر ځوړ او پيكه وضعيت سره مخ كړی. دا سمه ده چې د كمېسيون(تيت وپرك نظام)له كچې وزارت(فعال نظام)ته دسيستم او هم يې فعاليتونو بدلون غوښتنې ډېرې كړې وې، خو دومره هم نه لكه چې ورپوره شوې، تر غوښتنو يې ډېر ور كړل شول او په پلمه يې په چارو، فعاليتونو او كار كونكو كې هغه همغږي او انسجام له منځه لاړل چې د كمېسيون او وزارت په دواړو شكلونو ترسره كېدو كې يې نه توپير و، نه بايد توپير شوی وي او نه يې هم د كوم توپير په پلمه بدلون ته اړتيا لرله، بلكې د همدې همغږۍ او فعاليتونو د ښه والي خونديتوب د سيستم تر دا ډول بدلون ډېر اړين او غوره و. له دې وړاندې هم په څو مستقلو ليكنو كې او په ځينې نورو كې مې په ضمني ډول هڅه كړې چې له خپل اند سره سم يې پر وړاندې خاورې باد كړم، خو…دلته مې هم پيل د سنبلې د لومړۍ نېټې غونډې گډونوالو د كمېسيون مهال دندو په ښودلو ځكه كړی چې يو ښه احساس او كيف، زاړه يادونه او غوره فعاليت او د هغه څرنگوالي ته د پام اوښتو او پاملرنې پيغام له ځان سره لري، د نظام په كچه اوسنۍ دندې په عموم كې ډېرو نيمگړتياوو، ناحقيو او بې استحقاقيو، دوه لوريزو(گمارونكو او گمارل شويو)تېروتنو، د اهليت-اخلاص-ژمنتيا نه شتون او…له امله د يو بې خونده او تقريباً بد احساس وركونكې دي.
د سنبلې۹مې ته د تيارسۍ دغې غونډې برنامه يو ځل د دوحې تړون په مناسبت ترسره شوې وه چې ډېرو ملگرو ته يې د رسنيز انعكاس په برخه كې بېلابېل رولونه، په بېلابېلو اړخونو يې د تبصرې پوهاوی او پراخ امكانات وركړل شوي و او خورا پر ځای گام او اغېزمنې پايلې يې لرلې، خو دا ځل به پرې نور غږېدل له وخته وړاندې وي، بياهم دومره ويل اړين دي چې ياده برنامه كې لكه د كمېسيون مهال د رسنيز انعكاس ټولو برخو او اړوندو كار كونكو ته يې ونډه ور كړل شوې، دولتي اطلاعات او رسنۍ-راديو-تلويزيون-خبري سرچينې-ورځپاڼې-هنري برخه-ځوانان… په جريان كې اچول شوي او اړوند ځانگړی رول وركړل شوی چې د اطلاعات او كلتور وزارت روان تبليغاتي او رسنيز وضعيت په اړه د گډونوالو د درك، پر كتو يې د مسئوليتونو ترڅنگ پرې د خدای ج پېرزو كړي استعداد-ذوق-وخت له امله ور له غاړې رسالت او مكلفيت او تېر اخلاص-احساس-همغږۍ-اصلاح-ارمانونو-رښتوني خدمت-د پرمختگ او ژغورنې هيلو او دا ډول ډېر نورو ټكو ته د ور گرځېدو الهام او پيغام را كوي. څلور كونجه نړۍ له خپل گوټ گوټ څخه پر۱۹۰ژبو اعتراف لري، موږ يې د لوبغاړو په توگه عيني شاهدان هم يو او نور په دې كې شك هم نه پاتې كېږي او نه هم شته چې زموږ همدغه درك، احساس، رسالت، همغږي او نور نېك مواصفات و چې زموږ پر وړاندې د غربي جگړې، صليبي امپراطورۍ او يو قطبه نړۍ د زور او يكه تازۍ ريښې مو پرې وموندلې، همالته مو پرې هم كړې او لكه څرنگه چې د هغوی ټول بنسټونه پر تبليغاتو درول شوي او ولاړ و؛ موږ هم پر همدې رسنيزو او تبليغاتي انعكاساتو هغه ونړول او څه چې مو غوښتل؛ پرې ترلاسه مو كړل، نن وروسته له هغې چې له يو بدمرغه ملت پرته پر بل هيڅ نه يادېدو؛ يو غيور، باتور، مجاهد، ازاد، خپلواك او د نړۍ په كچه يو بريمن او سيال ملت يو او دا دی بياهم د رسنيز او تبليغاتي پوښښ هماغه رول ته پر كتو چې لرلی يې؛ د كليزې لمانځلو ته هم پر همغه پخواني احساس، درك او اخلاص له زړو يادونو او د سنگر يارانو سره غونډې راغواړو او هماغه رسنيزې او تبليغاتي برنامې پلي كوو. والحمدلله !.
خو لكه چې ورته اشاره مې كړې؛ هره شېبه په دې غمېدونكې تلوسه يم چې كله به پرهنگپال او قلموال ملگري خپل وياړلي تېر ته بيا ور وگرځي؟ كله به بيا په دې سنگر او د رهبرۍ دفتر كې يې هماغه همغږي او انسجام را منځته كړي؟ او كله به د دښمن دغه په درز كې روان تبليغات او تر بل هر وخت يې گرم او ځواكمن ساتلی ډگر او سنگر د تېرو ماتو او پرځېدنو په لړليك كې ور زيات شي؟ ځكه له يوې خوا موږ د خواشينونكو لاملونو له امله اوږد غفلت وكړ او لا دوام لري، له بلې خوا اوس د هېواد پر لوېشت لوېشت-هر كاڼي اوبوټي-ټولو ادارو-هېوادوالو-كورنيو او بهرنيو چارو-مړه او ژوندي-تور اوسپين-وچ او لانده-بېلابېلو قشرونو-گڼو لږكيو اسلامي امارت واكمن دی او هر يو پر لسو ژبو او رنگونو تبليغاتي انعكاس لرلای شي او له درېيم لوري دښمن له دې موكې په گټې اخيستنې تر خولې مړۍ غټه اخلي او داسي سپين سترگي كوي؛ لكه په خپل ټول تاريخ كې چې يې نه ماتې ليدلې وي او نه يې سوچ كوي. همدلته په كابل كې د نړيوالې كچې ستر هدف په نښه كولو او له منځه وړلو گنگوسه يې ښه بېلگه ده چې په واقعيت او حقيقت پورې يې د غرب او زموږ گران هېواد دواړو لپاره خورا لويې مسئلې، سترې موخې او بدې پايلې تړلې وې/دي، خو… دا چې شته ځواك، وړتياوو او واقعيتونو ته پر انعكاس ور كولو مو غوږونه نه دي ور خلاص كړي؛ د پړ گوته بايد ځان ته ونيسو او خپل رسنيز او تبليغاتي غفلت يې وگڼو چې له لومړي سره مو د مياشتنيو مجلو په بڼه چاپي خپرونو، د ليكنيز او رسنيز يواځيني مايك په توگه الاماره ويبپاڼې، عزم او كابل ټكي كام ويبپاڼو، الاماره-منبع الجهاد-الهجره سټوډيو گانو فعاليتونه ودرول، ورپسې مو رسنيز فعالان او فرهنگي ملگري له لاسه وركړل، ورسره خواله رسنيو كې فعاليت ټكنی شو او بيا د كمېسيون پاتې ملگري د وزارت اړوند معينيتونو او بستونو كې سره ووېشل شول، پر معينيتونو د چارو وېش په رسنيز ډگر كې د كليدي څيرو همغږی رول متلاشي او په همداسي پاشلي حالت كې يې پر خپل ځای پوري محدود هم كړ چې ورسره يادې څيرې د پخوانۍ رهبرۍ له كنتروله هم يو يو ووتل، پايله كې يې ياده رهبري هم بيا له خپل هر اړخيز رول سره يواځي په وياندويي كې محدوده شوه او نور رول يې گټې اخيستنې ته له وړاندې كولو پاتې دی.
په دې ډول لكه د يوې منظمې طرحې له مخې چې رسنيز او تبليغاتي فعاليت دې ځای ته را رسول شوی وي. معينيتونه او بستونه خو كه زياتول كېږي؛ مخكې له مخكې يې ترمنځ پر همغږۍ او انجام هم فكر شوی او غم يې خوړل شوی وي، د اشغال تپلي رژيم هم يوه د پام وړ ستونزه همدا وه چې ترمنځ يې همغږۍ په پام كې نيولو پرته يې بستونه او مأمورين ډېر كړي و. خو د رسنيز او تبليغاتي ډگر ټولې چارې يو له بل سره تړلې او په خوندي او اغېزمنه توگه سرته رسولو كې بيا د چارواكو او كاركونكو همغږي او انسجام پوري هم همغسې تړلې دي چې دا تړاو پرېكون نه منونكی هم دی، نو تر يوه رهبرۍ لاندې او له غوره همغږۍ سره فعاليت پر هغه ټول څه ارزي چې تازه را منځته، خو همغږي ته پكې پاملرنه ونشي، خو نه هيلی هم نه يم، د سنبلې لومړۍ نېټې غونډه كې د وړاندېنيو مخكښو فرهنگپالو بيا را ټولېدل يو ښه زېری او په رسنيز ډگر د بيا همغږۍ او انسجام څرك گڼم چې د رسنيز او تبليغاتي فعاليت غښتلتيا ته د بيا پاملرنې هېلې يې را ټوكولې او اميد دی په تعقيب يې پخوانۍ ټولې برنامې، فعاليتونه، لارې چاري او امكانات بېرته له سره پر كار واچول شي. په همدې تلوسه.