نړیوالې رسنۍ: امریکایي چارواکي له افغانستان څخه د وتلو ماموریت ته د فاجعې په سترګه ګوري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۱ل).

په داسې حال کې چې سبا د اګست د میاشتې ۳۱ مه نېټه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له لومړۍ کلیزې سره برابره ده ګڼ پخواني او اوسني امریکایي چارواکي لا هم له افغانستانه د وتلو ماموریت ته د یوې فاجعې په سترګه ګوري.

فاکس نیوز خبري شبکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په مناسبت په ځانګړو خپرونو کې له پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی وایي چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بڼه او د تخلیې ماموریت د امریکا په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې تاریخي فاجعه وه چې د نړۍ هېڅ وګړی به یې هېره نه کړي.

سرچینه وایي چې امریکا په خورا ناکام مدیریت، له شرمه ډک وضعیت او خورا کم ظرفیتۍ له افغانستان پښې سپکې کړې او د امریکا سترې ادعاوې یې نړۍ ته مسخره کړې.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت چارواکو هم د تخلیې ماموریت پر سر د بایډن پر حکومت سختې نیوکې کړې وې او هغه یې یو ناکام ولسمشر بللی و.

مربوطه مطالب

Back to top button