کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۱ل)
په عراق کې لاریون کوونکو ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې ده.
د عراق د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د شعیه مشهور مذهبي او سیاسي مشر مقتدا صدر تر استعفا وروسته د هغه پلویانو په بغداد کې پراخ لاریونونه ترسره کړي دي چې په همدې لړ کې یې ددغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ هم نیولې ده.
د عراق د کابینې غونډې او د ولسمشر ټول مهالوېش لغوه شو او ولسمشر له دفتره وتلی دی.
دمګړی د بغداد په شنه سیمه کې د عراقي ځانګړو ځواکوانو او مقتدا صدر ته د وفادارو “مهدي ملیشو” ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي چې د راپورونو له مخې ۱۵ تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.















