رئیس الوزرا: نړۍ دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه لرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۱ل).
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت لومړی وزیر “ملا محمد حسن آخوند” وايي چې نړۍ دې پر افغانستانه اقتصادي بنديزونه لري کړي او له تور لېسته د افغان چارواکو نومونو ايستلو په برخه کې دې تعامل وکړي.
نن د وږی نهمه په افغانستان کې د امريکا او ناټو د ځواکونو د حضور له وروستۍ ورځې سره برابره ده.
اسلامي امارت له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د لومړۍ کاليزې په مناسب د بګرام په هوايي ډګر کې ځانګړي مراسم چمتو کړي وو.
رئيس الوزرا ملا محمدحسن اخند چې یادو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل: چې نړۍ دې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لرې کړي او له تور لېسته د چارواکو ايستلو په برخه کې دې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
نوموړي زیاته کړه اسلامي امارت هم له نړۍ سره هر ډول تعامل ته چې په هغه کی اسلامي نظام ته صدمه نه وي، چمتو دی.
باید وویل شي چې له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ وروستی امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووت او امریکا×ناټو د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیښود.



