کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک مشر وايي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهيزات ور پاتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت څېړونکی وايي، له افغانستانه تر وتلو وروسته د امريکا د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهيزات ورڅخه په افغانستان کې پاتې دي چې الوتکې، چورلکې، نظامي زغره وال موټر او وسلې په کې شاملې دي.
د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواکونو مشر “امان الدين منصور” دا څرګندونې په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته کړې. نوموړي ویلي، چې د امریکا پوځي او سياسي اشغال پای ته رسېدلی خو فكري اشغال یی لا هم پاتی دی.
دغه راز یې یادونه وکړه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د ۲۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات ور پاتې دي. خو په دې اړه یې نور جزئیات ور نه کړل چې په پاتې تجهیزاتو کی کوم څه شامل دي.
هغه دا هم وویل چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چې ګواکې امریکا غواړي بيا افغانستان ته راشي خو د ده په خبره، دغه هېواد به کله هم بیا افغانستان ته ونه ګرځي.
باید وویل شي چې له دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر “ډونالد ترمپ” ویلي وو چې د دغه هېواد ځواکونو د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهيزات په افغانستان کې پرېښي دي

















