راپور: د امریکا په پوځ کې د جنسي ځورونې پېښې ۱۳ سلنه ډیرې شوې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۱ل)

د امریکا د دفاع وزارت په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې ددې هیواد په پوځ کې د جنسي ځورونې پیښې ۱۳ سلنه ډیرې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د جنسي تاوتریخوالي پېښې د ریکارډ په کچه ډیرې شوي دي.

د پنټاګون د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي او ځواب ویلو ادارې په راپور کې ویل شوي چې تېر کال په پوځ کې د جنسي تاوتریخوالي ۸۸۶۶ پېښې راپور شوې وې او داسې پېښې وې چې یا کوم سرتیري جنسي تاوتریخوالی کړی و او یا پرې شوی و.

سره له دې چې په پوځ کې د جنسي تاوتریخوالي ډیرې لږې پېښې چارواکو ته راپور کیږي خو د پنټاګون د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي او ځواب ویلو ادارې د سرتېرو د سروې ګانو له مخې اټکل کړی چې تېر کال په ټول پوځ کې نږدې ۳۶ زرو سرتېرو چې نارینه او ښځینه دواړه پکې دي، جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button