هرات چاودنه؛ پیاوړی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري شهید شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د هرات ولایت په ګذرګاه جامع جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې د هیواد په کچه د ستر دیني عالم “مجیب الرحمن انصاري” په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو کابل ټکی کام ته وویل، چې چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده.

د ویلو ده چې افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې د دې وروستي برید مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو دا په تیره یو میاشت کې څلورم دیني عالم دی چې وژل کېږي چې په تیر کې د دا ډول ترهګریزو بریدونو مسؤلیت داعش خراسان ډلې منلی و.

مربوطه مطالب

Back to top button