محسن سعود
موږ او هېواد مو د شخصيتونو، تاريخونو، كارنامو، شهكاريو او هم ستراتېژيك موقعيت له مخې ډېر وياړونه او هغه څه لرو چې نور يې نلري. له ديني او مذهبي پلوه افغانستان د جهاد سپېڅلې سترې فريضې قبله گڼل كېږي او په جهاد پوري تړلي ټول وياړونه چې ځينې يې د موخو په توگه او ځينې نور ورسره هسې پر تړاو ترلاسه كېږي؛ هم تر دې وياړ لاندې راځي، همدارنگه لوړ علمي، روحاني، جهادي او پوهمين شخصيتونه يې د نړۍ پېژندل شوې څيرې او د خپل فن او مهارت په بېلابېلو بڼو خدمات يې د نړۍ گوټ گوټ ته رسېدلي، په دوی كې ډېر داسي نوم وركي هم شته چې په ليري او نږدې هېوادونو كې اولادونه، كورنۍ او د وړاندې كړيو خدماتو گڼ نسلونه او تود بازار لري، خو د دلته پرلپسې بدبختيو، در بدريو او له دوه درې امپراطوريو سره مو پنجې نرمولو له امله خپل گران هېواد ترې بياهم بې برخې دی او ډېر كم را ښكاره او پېژندل كېږي. همداسي له سياسي پلوه د امپراطوريو نړولو، خاورې كولو او د نړۍ له مخه يې له وركولو وياړ د يادونې وړ او له طبيعي زېرمو څخه د بډاينې او د نړيوال اقتصاد د څلور لارې په توگه يې د موقعيت رول د پاملرنې وړ دی چې د هر وخت نړيوالو زورواكانو هم همدېته سترگې پټې كړې او تر اوسه يې خپلې عملي بډاينې او څلور لارې گرځېدو ته نه و پرېښودلی او اوس يې له ښې مرغې د تېرې څه باندې نيمې پېړۍ په پرتله چانس غښتلی او پر دغه لور يون يې گړندی دی.
د تېر كال سنبلې۹مه د وياړمنو ورځو له ډلې او د دغه چانس او يون پېلامه وه چې د هېواد او غيور ولس په تاريخ كې يې د يو سنگين او دروند وياړ ياد هم له ځان سره مل كړ، د سنبلې۹مې صحنه هم يو څه عجيبه وه، د هغې مغرورې نړيوالې، يكه تازې او له خرمستيه پړسېدلې امپراطوري چې د وخت افغان مجاهدينو ته يې د نړۍ پر مخ د مرگ او تسليمۍ يواځيني دوه غوراوي لرل؛ له تار ومار كېدو سره يې نن بيا په داسي حال كې خپلې غوټې اوسوټې تړلې چې د ښكېلاكيانو وروستۍ جوپه او وروستی پوځي يې له دوه او درې مترونو واټن، هوايي ډگر كې پرتو كانټينرونو له سرونو او پرې راتاو ټاورونو څخه د هماغه مجاهدينو تر كلك رواني فشار لاندې و. بدري۳۱۳قطعې، فاتح ځواك او ورسره د بېلابېلو قطعو مجاهدينو د كابل نړيوال هوايي ډگر امنيت فاتحانه په لاس كې اخيستی او خوندي كړی و، د بشپړې فتحې او ازادۍ انگازې خورې وې او د تكبير ملكوتي چيغو-جهادي ترانو-ملي احساساتو د پلازمينې فضا پر سر اخيستې او ترې له پاسه سپين توغ وزرونه وهل. هو ! ځينې وگړي خواشيني هم و چې اشغالگرو او لاسپوڅو يې پرې ترهه گډه گړې، په تېرو څو ورځو كې يې د كورنۍ غړي اشغالگرو له ځان هوايي ډگر ته دننه كړي او دوی ورپسې د تړل شويو دروازو او ټاورونو تر منځ لالهانده گرځېدل، ترڅو ورته لارې پيدا كولو، ورسره ايكې نيولو او يا د كورنۍ غړو را گرځولو سره ورسره يو ځای شي.
ها د امريكايي چارواكو خبره: د سيټلايټ له لارې مو هرڅه له نږدې څارل، ياني صحنه كې نه و، خو په درز كې رسنيز فعاليت او خپرېدونكو مالوماتو له لارې مو ورته لاسرسي كېده چې كره هم ختل. د كابل فتحې او بيا د اسلامي امارت د هغه دريځ له مخې چې د وروستي اشغالگر تر وتو به يې وسلوال جهاد روان وي؛ د وروستي اشغالگر پوځي پر وتو د بشپړې ازادۍ ورځې نږدې دوه اونۍ موده له څو رنگه سترو سوبو(فتحې، د اسلامي نظام راتگ، د اشغال او جگړې پای، د خپلواكۍ۱۰۲مې كليزې، د لسيزو جهادي هڅو او د دوحې تاريخي تړون ملموسې او محسوسې پايلې، وروستي اشغالگر پوځي وتو، د هېواد ازادۍ او پر جوش او جذبو د پرلپسې خوښيو لمانځنو)سره مله كړې وه. په دې ډول كه له يوې خوا د دوحې تړون د پايلې په توگه د كابل فتحې د حديبيې د سولې او مكې د فتحې يادونه له ځان سره لرل، له بل پلوه يې د احزاب له ائتلاف وروسته دوهم ستر نړيوال ائتلاف وروستي پوځي سرټيټي وتو او ترې د هېواد ازادۍ د خندق جگړې ياد هم له ځان سره درلود، په دومره توپير چې دې فتحې حذيفه بن اليمان رضی الله عنه نه درلود چې پرې د ترلاسه شوي واك په راتلونكي وژاړي، خاورې باد كړي او چارواكي يې ورته له لومړۍ ورځې متوجې كړي او د ائتلاف ماتې بيا نُعيم بن مسعود رضی الله عنه نه درلود چې ائتلافيانو/احزابو ترمنځ درز را منځته، په كم وخت كې يې زور اوبه، تر منځ يې باور د تل لپاره له منځه يوسي او موږ يې د پايلې په توگه د سنبلې۹مې وياړ تر لاسه كړی وي.
له همدې امله هېواد، واك او چارې يې د نظام او چارواكو پر خپل ټول توان پاملرنه او ښه سمبالښت غواړي چې هم يې راتلونكی تر پرلپسې توجه لاندې او له هرډول گواښ څخه خوندي وي او هم داسي پاليسۍ او دريځونه ولري چې د ماتې خوړلي صليبي ائتلاف پاشل كېدو پسې لكه څرنگه چې يې غوښتنه هم وه د ائتلافي سياسي، اقتصادي، فكري او فرهنگي، تبليغاتي او ټولنيز بېلابېل گډ دريځونه او پاليسۍ يې هم پاشلې او په پلي كېدو كې يې له ماتې سره مخ او پاتې راغلي وي، خو د نبوت معجزې چې كفر يو ملت گڼلی؛ له هرڅومره كلكې ماتې او متلاشي كېدو سره بياهم جلا كفري ملتونو د دغو بېلابېلو دريځونو او پاليسيو له مخې زموږ پر وړاندې خپل يو والی ساتلی او د هغو پر مټ يې په تاريخ كې زموږ د حق غږ مرۍ نيولو، د وياړونو مو پيكه او سمبوليك ښودلو، نورو ته منسوبولو، وياړمنې ورځې مو تورې نومولو او… ته كار ويلی، خو د اسلامي او كفري دواړو تاريخونو دغه دوهم ستر ائتلاف زموږ پر وړاندې له بشپړې ماتې وروسته دريځونه او پاليسۍ داسي توره نه ده چې سيالي به يې ونه شي، د سنبلې۹مې لمانځنې او تر څنگ يې د ځينې وزارتونو حساب وركونې د دې ټكي يو ښه فرصت و ترڅو بيا هم مو د لمانځلو له لارې د سنبلې۹مه په تاريخ كې د سمبول په توگه له سمبوليك حيثيته ژغورلې او له خپل رنگ، سنگينۍ او راوړيو يادونو او نېكمرغيو سره خوندي ساتلې وي.