فلسطین: حماس ډلې غزه کې دوه کسان اسرائیلو ته د جاسوسي په جرم اعدام کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د فلسطین غزې تړانګه کې د حماس اسلامي غورځنګ دوه کسان اسرائیلي اشغالګرو ته د جاسوسي په جرم اعدام کړي دي.
حماس غورځنګ که څه هم د مجرمینو نومونه نه دي په ډاګه کړي خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې دغو کسانو د حساسو سیمو په هکله اشغالګرو ته معلومات ورکول او د دوی د معلوماتو له امله په تیرو څو میاشتو کې اسراییلو د دوی په مرکزونو او ملکي سیمو بریدونه کړي چې له امله یې یو شمېر کسان شهیدان شوي دي.
په ورته مهال عربي رسنيو خبر ورکړی، چې دغه کسان د غزې اوسیدونکي و او تیره ورځ د ماسپښين له لمانځه وروسته په عام محضر کې په دار ځړول شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې دمه د یادو کسانو کورنیو په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو غزه کې سرچیني وایي چې حماس غورځنګ امر کړی، چې د دغو مجرمینو په جنازو کې به عام خلک برخه نه اخلي.



