کونړ کې د تېرې شپې زلزلې مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د تېرې شپې زلزلې کونړ ولایت کې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د تېرې شپې د زلزلې له امله د دغه ولايت د نورګل ولسوالۍ په “مزار دره” کې ۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د زيانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان رسنیو ته ویلي، چې د تیره شپه نږدې دوه نيمې بجې یوې نسبتا زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شول چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، د نورګل ولسوالۍ په مزار درہ کې شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د زلزلې له امله د کونړ په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کورونه هم تخريب شوي دي.
د آمریکا د زلزلې سنجولو مرکز، دا زلزله د رېښتر په کچه ۵،۳ درجې بللې او ويلي يې دي چې مرکز يې د جلال اباد ښار شمال ختیځ ۳۸ کیلومترۍ کی و.
باید وویل شي چې په ټولنیزو رسنیو کې له کابل، خيبرپښتونخوا او د پاکستان له پلازمینې اسلام آباد.څخه هم خلکو د زلزلې ټکانونو د محسوسېدو خبرونه ورکړي دي.



