د سلطان عمر علی سیف الدین جومات
دا جومات د ( سري بکوان ) بندر د برونای سلطنت پایتخت کې واقع دی. دا یو شاهی جومات دي چې د برونای نهر ته څیرمه د یوې مصنوعي سمندرګي منځ کې جوړ شوی دی چې درې طرفونو ته یې اوبه دې.
په مسجد کې مرمر تیګه زیات استعمال شوې. چې داخلی ستنې یې د یوې مرمرینې ډبرې څخه جوړې دې.
جومات یوه لویه او نورې وړې وړې کنبدې لری چې هره کنبده په سرو زرو پوخل شوی ده ، د جومات چاپیره شنه باغیچه را تاوه ده چې د هر ملک یوه ونه پکې لګول شوې ده.
دجومات د جوړنې چارې په کال 1958م کې سرته رسیدلې.
5000000 برونایې ډالر (9000000 امریکایې ډالر) لګښت پرې راغلی دی.
دا جومات د برونای د سلطنت اته ویشتم سلطان ( عمر علی سیف الدین ) په نوم نومول شوی دی.
د جومات په نور ښکلو منظرو کې د اوبو فواره زیاته ښکلی ښکاري.
نوموړی جومات د انجینرۍ په لحاظ یو نادره تحفه ګڼلی کیږی چې په ټوله نړۍ کې کم ساری دی، دایټالوي او اسلامي فني هنر پکې په غوره ډول ځاې شوی دی.
د جومات په جوړنه کې څومره مواد کارول شوی ټول د بهر نه وارد شوې؛ مرمر تیګې د ایټالیانه ، ګرانیت د چین نه، د رڼا لوازم د انګلستان نه او قالینې د سعودی عربیستان نه راوړل شوي دي.
دجومات آبادې د زمکی دسطحې نه 52 متره اوچته ده او په همدې وجه د نژدې ټولو سیمو نه په نظر راځې، عجیبه پکې دا ده چې ددې جومات مناره دپخوانیو زمانو د منارو سره دداخل له خوا نه ورته والی لري او هر څو ک کولی شي چې د منارې سرته وخیژي.
برونای یو وړوکی اسلامی هیواد دی چې د مالیزیا شرقی برخې سره سرحد لري، په کال 1914م کې د انګریزانو نه خپلواکي اخستې او په نفطو غني دی، په کال 2004م کې یې نفوس دری نیمو لکو تنو ته رسیده. د زمکی مساحت یې 5770کیلو متر مربع دي.
د یادونې وړ دی چې په بروناي کې شاهی نظام په تیر کال کې شرعي حدود نافذ کړل چې په لومړې ځل یې د مسلمانانو لپاره د کرسمس لمانځنه په 5 کاله بند اعلان کړه.

















