‏د ماهيپر د برېښنا دوهم توربين په اساسي ډول ترميم او فعال شو

‏د ماهيپر د برېښنا دوهم توربين په اساسي ډول ترميم او فعال شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل)

د‌ افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د افغانستان برېښنا شرکت د عملياتي رياست تخنيکي کارکوونکو د ماهيپر برېښنا توليدي فابريکې د دوهم توربين د ترميم چارې په بريا سره پاى ته ورسولې.
د برېښنا شرکت ويلي، د ماهیپر د‌ بریښنا دوهم توربین د بریښنا شرکت د عملیاتي ریاست لخوا ترميم او په کار يې پيل وکړ چې دې سره به د ماهیپر د دریګونو توربینونو د بریښنا ظرفیت ۶۶ میګا واټو ته پورته شي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د ماهيپر برېښنا فابريکې دوهم توربين په ۱۳۹۴لمریز هجري کال کې هم ترميم شوى و؛ خو د هغه په فوندیشن رینګ کې د ستونزو له کبله د برېښنا توليد کچه له ۲۲ څخه ۱۹ ميګاواتو ته را کښته شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button