ذبیح الله مجاهد د امریکا سفارت پخواني استازي سره په کابل کې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي

ذبیح الله مجاهد د امریکا سفارت پخواني استازي سره په کابل کې په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امریکې سفارت پخوانی استازي ران مکانان سره چې نوی افغانستان ته راغلی ولیدل او په یو لړ مهمو موضوعاتو يې خبرې ورسره وکړې.
د ښاغلي مجاهد په رسمي ټويټرپاڼه په خپاره کړي راپور کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د MDC موسسې رئيس ښاغلی شهاب حکیمي او یو شمیر نور افغان شخصیتونه هم حاضر وو.
راپور زياتوي، دغه پخواني امریکايي استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغه څه پرخلاف وباله چې په غربي رسنیو کې خپریږي او حالات ناسم ښودل کیږي.
د امریکا سفارت دغه پخواني استازي یو شمیر ولایتونو ته هم سفر کړی او د تعلیم او تربې او په یو شمیر نورو بشري برخو کې د مرستو په لارو چارو يې کار کړی.



