دفاع وزارت په هلمند کې په دوه قول اردوګانو د بمبار راپورونه رد کړل

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۱ل)

‏تېره ورځ ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګنې امريکايي بې پيلوټه الوتکو په هلمند کې ۲۱۵ قول اردو باندې بمبار کړی دی.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويلي، هغه خبرونه چې په رسنیو کې خپریږي چې د هلمند ولايت ګرشک لوا باندې بمبار شوی، حقيقت نلري.

د دفاع وزارت په رسمي ټويټرپاڼه ليکل شوي، چې په هلمند کې د ۲۱۵ «عزم» او د ۲۰۳ المنصوري پر قول اردو ګانو د بمبار خبرونه د ځینو مغرضو رسنیو له خوا خپاره شوي، چې هېڅ بنسټ نه لري او له حقيقت لرې دي.

دفاع وزارت زياته کړې، دا ډول اوازې د مغرضو کسانو او رسنیو له خوا د خلکو د مورال او ارادې د کمزوري کولو لپاره خپریږي.

مربوطه مطالب

Back to top button