کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
د روسيې ولسمشر پوټين خبرداری ورکړی وايي، چې ممکن په اوکرایین کې د اوکراییني ځواکونو له پرمختګ سره سم یوه اټومي فاجعه رامنځته شي.
نوموړي ويلي، چې ښايي دا فاجعه د اوکرايین په ختیځ کې د زاپروژیا په اټومي بټۍ کې پېښه شي په داسې حال کې چې د اوکراين پوځيانو په یاده سيمه کې له روسي ځواکونو ځينې سيمې بيرته لاندې کړي دي.
پوټين پرون يکشنبه د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په ټيلیفوني خبرو وويل، چې د روسي پوځيانو تر کنټرول لاندې په زاپروژيا اټومي بټۍ باندې د اوکراییني ځواکونو بریدونه به ناوړه پایلې ولري.
ويل کېږي، د زاپروژيا په نوم دغه اټومي د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې دمګړۍ د روسي پوځیانو له خوا اشغال شوې او د کرملين په وينا، اوسمهال د اوکرايني ځواکونو تر بريدونو لاندې نيولې ده.


















