ترکيه: افغان قونسل د کنسلګرۍ له پيسو سره فرار وکړ؛ طالبانو نوی سرپرست قنسل معرفي کړ
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په ترکيه کې افغان قونسل د قونسلګرۍ يوه اندازه پيسې هم وړي او نامعلوم ځاي ته تښتېدلی دی.
د هشت صبح ورځپاڼه ليکي، په ترکيه کې افغان جنرل قونسل ذبيح الله حسين خيل د دغې قونسلګرۍ سلګونه زره نقدي ډالر غلا کړي او تېښته يې کړې ده.
که څه هم افغان قونسلګرۍ د نوموړي قونسل تېښته تائيدوي،خو د ډالرو د تښتولو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
په عين حال کې افغان حکومت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سرپرست سر قونسل په توګه د عبدالله صالحي د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
د ښاغلي صالحي د تقرر خبر په هغه مکتوب کې ورکړل شوی دی چې د افغان حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له لاسلیک سره ځينو رسنيو ته رسېدلی.
دا مکتوب په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ هم تأیید کړی دی.
عبدالله صالحي مخکې له دې په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی سکرټر و.
ښاغلی صالحي لومړنی افغان ډیپلومات دی چې د امارت له خوا په ترکیه کې ټاکل کېږي.
د يادونې ده، چې ښاغلي صالحي د هالنډ په هاګ ښار او انقره کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دي.



















