ایران داسې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې په اسانۍ اسرائیل په نښه کولی شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)

ایران وایي داسې بې پيلوټه الوتکه یې جوړه کړې ده چې اسراییل پرې په اسانۍ سره په نښه کولی شي.

د ایران دولتي تلویزیون د یو لوړ پوړی پوځي چارواکي په حواله ویلي، چې دوی د خپلو بې پيلوټه الوتکو تکنالوژي پياوړې کړې ده او کولی شي د دوښمنانو هر ډول ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دغه لوړ روتبه ایراني پوځي چارواکی وایي، چې د دوی الوتکې آن کولی شي د اسراییلو په پلازمینه “تل أبیب” کې هم د صهیونستانو نظامي تاسیسات په نښه کړي.

په ورته مهال د اسراییلي پوځ ویاند بیا تازه ویلي چې ایران د ترهګرو ملاتړی هېواد دی او لا هم هڅه کوي چې په ټوله سیمه کې وېره او وحشت رامنځته کړي له همدې امله یې باید پر وړاندې قوي ګام اوچت شي.

مربوطه مطالب

Back to top button