کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)
هرات کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس وايي چې د اسلام کلا په مرز کې ۲۵ زره لېټره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.
د هرات د امینه قومندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي، چې د الکولي څښاک دغه چوپه په یوه کانټینر کې له دوبۍ بار شوي وو او د ایران له لارې د اسلام کلا مرز ته راوړل شوي دي.
دغه راز امنيتي ځواکونو په هرات کې د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف او له منځه وړې ده.
د هرات امنيه قومندانۍ وياند محمود شاه رسولي ويلي، دغه فابريکه د دې ولايت د اوبې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې کشف او ورسره يو کس نيول شوى دى.
رسولي زياته کړې، چې په دې کارخونه کې د نشه یي توکو شيشه توليدېده او د شيشې اړوند ټول توليدي وسايل او تجهیزات د پوليسو په عملياتو کې کشف او ترلاسه شوي دي.


















