کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)
اوکراین څخه د روسي ځواکونو ګړندۍ تېښته دوام لري. تازه د اوکراین ولسمشر ویلي، چې ځواکونو یې تر ۶۰۰۰ زره کلیومتره سیمه بېرته له روسي ځواکونو څخه نیولې ده.
که څه هم په خپلواکه توګه د اوکرایني ولسمشر “زیلنسکي” ادعا نه شي تاییدلی؛ خو د روسيې دفاع وزارت هم مني چې د خارکېیف په ګډون یې په ځینو سیمو کې ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی.
په ورته مهال روسیه کې بیا د ولسمشر “پوتین” سیاسي مخالفینو د اوکراین نیول شویو سیمو څخه د روسي ځواکونو شاتګ ماته بللې ده او په ولسمشر پوتین یې غږ کړی، چې د هیواد د رهبرۍ وړتیا نه لري او باید له دندې لاس پر سر شي.
باید وویل شي چې پوتین تر اوسه د خپلو مخالفینو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د روسیې دفاع وزارت وایي چې په اوکراین کې به یې د ټاکلو موخو د تر لاسه کولو پورې عملیات دوام لري او نیول شوې سیمې به هم ډېر ژر ونیسي.


















