کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۱ل)
د القاعدې نړیوال جهادي غورځنګ د خپلې انګلیسي ژبې (ONE OMMAH) مجلې د تازه ګڼې په سرمقاله کې په ډاګه کړې ده چې دوی د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ کوي او نور به هېڅکله هم د افغانستان له خاورې په امریکا او نورو غربي هېوادونو بریدونه ونه کړي.
دغه مجله چې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۱ مه نېټه د یادې ډلې په اړوندو ویب سایټونو کې خپره شوې ده د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په اړه هم څرګندونې شوې دي.
د یادې مجلې په سرمقاله کې راغلي چې: په افغانستان کې امریکا ته داسې درس ورکړل شو چې بیا به د افغانستان پر خاوره د قدم وهلو تېروتنه نه کوي. په دې مقاله کې دغه راز لیکل شوي: چې په افغانستان کې د امریکا شرمونکې ماته ثابتوي چې د مسلمانانو احساسات ژوندي دي او دوی به کله هم د کوم غربي ځواک تسلط ونه زغمي.
د دغې مجلې سرمقاله کاږي چې “له هغه وخته چې پر افغانستان د لویدیځ وکمني پای ته رسېدلې، له افغانستان څخه د امریکا پر ضد عملیات هم پای ته رسېدلي دي؛ خو د نړۍ له نورو برخو به د امریکا پر ضد د دوی جګړه روانه وي. مقاله چې “امریکا په اور سوځي” تر عنوان لاندې لیکل شوې ده راغلي چې: افغانستان اوس ازاد شوی؛ خو په خبره یې هغه وخت لرې نه دی چې موګادیشو، صنعا او ځینې نور مسلمان هېوادونه به هم د امریکا له استعمار څخه ازاد شي.















