د شانګهای سازمان غونډه؛ نن یې افغانستان د اجنډا مهمه برخه ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ازبکستان به نن هم د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوه ورځنۍ سرمشریزې کوربه وي، افغانستان یې چې څارونکی غړی دی، د نننۍ غونډې د اجندا مهمه برخه ده.
که څه هم افغانستان د یاد سازمان څارونکی غړی دی خو د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت استازي یادې سرمشریزې ته نه دي بلل شوي، خو د دې سازمان اکثره غړي په دې هېواد کې روان وضعیت ته اندېښنه لري.
د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ژانګ مینګ وایي، د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.



