غزني چارواکي: د يوې کورنۍ د ۵ تنو د قتل په تور ۱۱ کسان نيول شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۱ل)

د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په زنه خان ولسوالۍ د پنځو تنو د وژلو په تور ۱۱ تنه نيول شوي دي.

د تېرې سه شنبې په ورځ د زنه خان ولسوالۍ د ګودول په نوم کلي کې د يوې کورنۍ پنځه تنه وروسته تر وژل کېدو يوې ژورې څاه ته غورځول شوي و.

په وژل شويو کې يوه ميرمن او څلور اولادونه يې و.

نن جمعه د غزني د والي وياند حافظ عمري وايي، چې يوولس تنه د يادې پيښې په جرم نيول شوي دي.

چارواکي وايي، د يادې پېښې په اړه له تورنو کسانو پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button