د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

دغه نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرپوله له تېرو څو ورځو راهیسې روانې وې، چې پرون د جمعې پر ورځ يې هم دوام درلود.

پرون د قرغیزستان د عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، د دغه هېواد ۲۴ کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې له تاجکستانه ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې درې کسان هلته وژل شوي دي.

سورصلیب وايي، د جګړې له سيمې شاوخوا شل زره کسان تښتيدلي او د لويې جګړې د ګواښ پیښیدو ويره شته.

د قرغیزستان پوله ساتو ځواکونو پر تاجکستان پوله ساتو ځواکونو تور پورې کړی، چې په هغه سیمه کې یې سنګرونه جوړ کړل، چې پوله پکې څرګنده نه ده، خو د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه بیا وايي، لومړی پر د قرغیزستان ځواکونو برید وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button