کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، که پنجشير کې د بنديانو وژل کيدل رښتيا ثابت شي، نو قاتلين به يې ونيول شي.
له تيرو څو ورځو راهیسې د پنجشير په بېلابېلو ولسواليو کې د مقاومت ډلې د وسله والو پرضد تصفيوي عمليات جريان لري، چې په همدې موده کې طالبانو د لسګونو وسله والو د وژل کيدو او لسګونو نورو د نيولو خبر هم ورکړ.
خو په همدې موده کې په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې، چې ګنې طالبانو د مقاومت ډلې ځينې کسان نيولي او د بند پر مهال يې په ډزو وژلي دي، چې تر اوسه يادې ويډيوګانې تصديق شوې نه دي چې اوسنۍ دي او که پخوانۍ دي.
تازه د دفاع وزارت هم په دې اړه سپيناوی ورکړی وايي:( له څو ورځو راهیسې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپریږي، چې ګواکې مجاهدينو پنجشیر ولایت کې جنګي اسیرانو وژلي؛ البته په دې اړه چې آیا دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ، د پنجشیر ولایت اړوند دي او که نه؛ جدي څېړنې روانې دي).
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له پلټنو او څيړنو وروسته که ريښتيا ثابته شي، چې دغه ويډيوګانې نوې دي او په پنجشېر ولايت پورې تړاو لري، خامخا هغه کسان چې بنديان يې په مرميو ويشتلي نیول کېږي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.


















