کابل کې د امريکا سفارت د نوې شارژدافیرې د دندې پيل؛ صادقانه او ازادو اړیکو ته سترګې په لار یم

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ته تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارژدافیرې ‘کرن ډېګر’ خپله دنده پیل کړه او ويلي نوموړې ويل ي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ماموریت مشري کوي.

کرن ډيکري په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي، زه د افغانستان له استازو او اتباعو سره خبرو ته چمتو یم او صادقانه او ازادو اړیکو ته سترګې په لار یم.

‏ميرمن ډيکري په پښتو ژبه ليکلي، چې له خپلو نړیوالو متحدینو، شریکانو او نړیواله برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو؛ ترڅو د افغانستان خلک خپل متنوع کلتور ولمانځي، د متحده ایالاتو ګټې پر مخ ولاړې شي او نړیوالو قوانینو ته د پرمختګ زمینه مساعده شي.

‏ميرمن ډيګري وايي، په دې ستونځمنو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې زما لپاره د ستایلو وړ دي او دا پخپله په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړې نښه ګڼل کیږي.

‏نوموړې وايي، متحده ایالات له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازینی ستر تمویلونکی هیواد دی زياتوي «د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې را په دیخوا يي ۱،۱ میلیارد ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.»

هغه وايي، چې د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو سربیره، دوی ‏د هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د بشر حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button