لیکنه: الحاج غلام جیلاني حق پرست
کله چې له ۱۴ کاله وسله وال جهاد وروسته د ۱۳۷۱هـ ش کال د ثور د میاشتې په ۵ نېټه په افغانستان کې د کمونیزم د پوچې مفکورې لارویان له واک او ځواکه ولوېدل، او په ۸/۲/۱۳۷۱ هـ ش نېټه د افغانستان د مجاهدینو عبوري حکومت د چارو واګې په لاس کې واخیستلې، نو د ټولې نړۍ مسلمانان په تېره بیا افغان مجاهد ملت له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده.
دوی فکر کاوو چې په نړۍ کې د کمونیزم وروستۍ ځاله و نړېده، د الحاد او اشتراکیت ناولې مفکوره زمونږ د جهاد په برکت پخپله زانګو کې ترچړې تېره شوه، اوس به زمونږ د شهیدانو، اسیرانو، کونډو، یتیمانو،ټپیانو او مهاجرینو هېوادوالو آرمانونه تر سره شي، اوس به مونږ په خپل هېواد کې د اسلام تر سپیڅلي توغ لاندې خپلواک ژوند ولرو. اوس به مونږ پخپل هېواد کې یو پاک، سپیڅلی او خپلواک دولت او حکومت و لرو، چې د ملت ټپونه به ټکور کړي، قرآنکریم به حاکم وي، د وران ویجاړ هېواد بیارغونه به پیل شي، مونږ به د هوسا او بسیا ژوند خاوندان او د نړۍ سیالان شو.
زمونږ در په در مسافر او مهاجر هېوادوال به په جګو سترګو خپل کور ته راستانه شي، زمونږ ځوانان به اوس ټوپک له اوږې ښکته او یوم به واخلي، زمونږ ماشومان به دعلم زانګو( ښوونځي او مدرسې) ته روان شي. زمونږ ځمکې او باغونه به له سره آباد او دښتې به مو د کوچیانو په کېږدیو او رمو ښکلي شي، اوس به لوی او کوچنی، نر او ښځه، عالم او مامور، بزګر او کارګر، صنعتکار او سوداګر ټول له یوې مخې د خپل ویجاړ هېواد په بیارغولو بوخت شو، خو د دوی دا ټولې هیلې ا و آرمانونه په ناهیلې بدل شول. د دوی خوبونه یو هم رښتیا نه شو. دا هرڅه یوازې او یوازې یو سراب، خوب او خیال ثابت شول، دا ځکه چې د واک او ځواک تږو خپلې رښتینې څېرې را برسېره کړي.
اسلامي نظام، امنیت، آبادي، آرامي او سوکالي د تش په نوم مجاهدینو یواځې یو شعار وو، چې د ملت د غولولو لپاره یې بدرګه کاوو، دوی له خپلو څېرو د اسلامیت، افغانیت، جهاد او … لېبل ډېر لرې وغورځاوو، خپله اصلي څېره او اجندایې ولس ته ښکاره کړه او د اسلام او اسلامي نظام پر ځای ” ارګ یا مرګ ” د دوی شعار شو.
هو! د ناګټلي سلطنت مدعیان او د قدرت د خوړجنې ناوې مینان د (میم زرما ټول زما) د حرص او هوس په داسې بې مهاره اوښ سپاره وو، چې خپلې ټولې پرونۍ ژمنې او نارې یې په خوب او خیال کې هم نه وې، د دوی د هر یوه چرګ په یوه پښه ولاړ وو چې یا ” زه يا هېڅوک هم نه”.
هو! د مجاهدنما او خود ساخته مشرانو په برکت(! )مو هېواد د آبادۍ پر ځای د ویجاړۍ خواته روان شو. د دې پرځای چې له هېواد څخه بهر مهاجر هېوادوال مو بېرته راستانه شي؛ له هېواد څخه د نوي مهاجرت لړۍ پیل شوه، د هېواد امنیت، زراعت، تجارت، صنعت ، تعلیم او تربیه، بیارغونه، اقتصاد او … هر څه په صفر کې ضرب شول.
ښارونه او کلي په تشېدو او هدیرې په ډکېدو شوې.
د یوې سالمې حاکمې او مرکزي ادارې پرځای د مطلقې انارشي، “چارخانه و پنج ملک” او ټوپک او پاټک سالاري و ضعه حاکمه شوه. د هیچا سر، مال او آبرو خوندي نه وو، د هېواد په لر او بر کې په وژنو، چور او چپاول سربېره شپیته زره بیګناه او بې دفاع کابل ښاریان د واک او ځواک د لېونیانو د هوس قرباني شول.
هغوی چې پر مسکو باندې به یې د خپل اسلامي نظام توغ د رپولو لاپې، شاپې زمزمه کولې، د هېواد د مور پړوني یې خپلو بهرنیو بادارنو او مربیانو ته ډالۍ کړ.
دلته باید یوه یادونه وکړو چې د مجاهدینو ټولې ډلې د هېواد په ړنګولواو د هېوادوالو پهٔ وژلو او ربړولو کې ښکېلې نه وې؛ د مجاهدینو هغه ډلې چې پهٔ رأس کې یې دیني علمأ(مرحوم محمدي صاحب، شهید منصور صاحب، مرحوم خالص بابا او مرحوم حقاني صاحب) پهٔ څېر مشران واقع وو، هغوي په تنظیمي جنګونو او د هېوادوالو په وژلو کې ښکېل نه وو، بلکه یادو مشرانو د جنګي ډلو ترمنځ د روغي، جوړي، اوربند او یوې اسلامي مرکزي ادارې د رامنځ ته کولو او د اصلاح پهٔ پار ډېرې هلې، ځلې وکړې خو نتیجهٔ ئې ورنکړه، دا ځکه چې د واک او ځواک ځان غوښتنونکو د خپلو او هم د بهرنیو دیني علماوو او مصلحینو یوه خبره هم نه اورېده، بلکه ټول کړه، وړهٔ یې له بهر څخه د بهرنیو بادارانو لهٔ خوا کنترولېدل.
لنډه دا چې ملت د ویر په ټغر ناست او لهٔ ټولو بشري هلو، ځلو څخه ناهیلي او یواځې يې د لوي خداي عظیم دربار ته د امید سترګې نیولې وې.
همغه وو چې د نهیلي په دغهٔ تورتم کې د لوي خداي د رحمت نصرت او رڼا دروازه د دغهٔ کړېدلي ملت پر مخ باندې پرانیستل شوه او د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد(رح) په مشري د طالبانو اسلامي خوځښت تأسیس او په تش لاس ئې د زورواکانو، ټوپکیانو، او پاټکیانو د حرص او هوس نیلی مهار اود خپلو زرګونو ملګرو د قرباني په برکت ئې د غلو، چورواکو، زورواکو اولاروهونکو تر واک لاندې سیمې یو په بل پسې آزادې، اسلامي شریعت ئې پکې نافذ او امنیت ئې تأمین کړ؛ تردې چې د ۱۳۷۵ ه.ل کال د تلې د میاشتې پهٔ ۶ نېټه د اسلامي امارت مجاهدینو د هېواد پلازمینه کابل فتح، سپین بیرغ ئې پکې رپاند او شرعي قوانین ئې نافذ کړل.
د هېواد د ځمکنۍ پشپړتیا، ملي حاکمیت، جهاد د سپېڅلو موخو ترپښولاندې کونکي د شر او فساد لارویان ئې تر کولاب او تهران پسې وځغلول اوهېواد او ملت ئې د دوی له شر څخه په امن او زمونږ د ژوند بېړۍ ئې د اور له یاغۍ سمندر څخه د نجات ساحل ته ورسوله.


















