هندوستان افغانانو ته د ويزو ورکړه ځنډولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)
د هندو ورځپاڼې “The Hindu dily” د خبر له مخې هندوستان افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر ځنډولی ده.
یادې ورځپاڼې لیکلي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ” جي شنکر” تیره ورځ یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې کابل کې ډيپلوماتیک حضور کمرنګی شوی او د ویزو ورکړه له دې امله له خنډونو سره مخ ده چې دوی د لوجستیکي ستونزو له امله د ویزو اخیستوونکو د هویت په تړاو ډاډ نه شي حاصلولی.
په ورته مهال نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بیا وایي، هندوستان کې تر اوسه هېڅ داسې ترهګریز عمل نه دی شوی چې افغان وګړي دې پکې لاس ولري. د سفارت د چارواکو په خبره چې افغانانو ته د ویزو د نه ورکولو په اړه تر دې مهاله هندونستان کوم قانع کوونکی دلیل نه دی ورته وړاندې کړی.
د ویلو ده چې که څه همش عام افغانان د پاکستاني ویزو د ورکړې له پروګرام څخه هم ناخوښه دي او سر ټکوي؛ خو څه مو ده وړاندې پاکستان د افغان محصلینو لپاره د درې کلونو لپاره څلور نیم زره سکالرشیپونه اعلان کړل، چې د راتلونکو درې کلونو په موده کې به افغان محصلینو ته ورکول کېږي.



