کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د افریقایي هېواد سومالیا په مرکزي ښار “بلد وین” کې د دریېو موټر بم بریدونو له امله د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، دوه بریدونه یو په بل پسې وشول او درېیم یې لږ روسته ترسره شو.
لومړي بریدونه د “لاما-ګالای” پوځي مرکز په نښه کړی دی. په دې مرکز کې د سیمه ییز حکومت ادارې هم فعالیت کوي.
د وژل شویو په ډله کې د حیران د سیمې مرستیال والي “شیخ مادي” او د روغتیا وزیر “محمد احمد” هم شامل دي.
د پولیسو یوه مشر محمد معلم علي ویلي چې ایالتي وزیران او کمېشنران هم په وژل شویو کې شامل دي.
دنوموړي په خبره، بریدګرو خپل له چاودېدونکو توګو ډک موټرونه تیره ورځ ناوخته د یوې ولسوالۍ د ودانۍ په لنډې فاصلې کې وچول.
عیني شاهدانو ویلی چې چاودنې لویې وې او ډېرې ودانۍ یې ورانې کړې دي.
باید وویل شي چې د دغو خونړیو بریدونو مسئولیت د القاعدې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې منلی دی.


















