کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د پاکستاني پخواني لومړي وزیر او د یاد هیواد د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” ته نیږدې سرچینې وایي، چې نوموړی افغان پلازمینه کابل کې د کینسر روغتون جوړولو هوډ لري.
د Daily kabull په نوم یوې ټولنیزې رسنۍ خبر ورکړی، چې عمران خان د جنرال مبین په نوم د ټولنیزو رسنیو د یو افغان فعال د هغې ویډیو تر کتلو وروسته دغه هوډ څرګند کړی، چې په هغه کې د کینسر په وژونکې ناروغۍ اخته یو افغان ماشوم د عمران خان په روغتون کې د درملنې هیله کوي.
عمران خان ته نیږدې سرچینې وایي، چې ښاغلی خان یادې ویډیو سخت اغیزمن کړی او هوډ یې څرګند کړی، چې کابل کې به د کینسر د وژونکې ناروغۍ د درملنې لپاره د “شوکت خانم” روغتون یوه څانګه پرانیزي.
د سرچینو په خبره دغه مشهور پاکستاني سیاستوال له جاوید افریدي سره په کابل کې د یاد روغتون د جوړولو په اړه سلا مشورې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د عمران خان اړوند خیریه بنسټ په لاهور کې د شوکت خانم په نوم د کینسر د درملنې لپاره روغتون جوړ کړی دی چې تر ډیره پکې علاج مفت کېږي.


















