کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۱ل)
د ايران ستر مذهبي مشر “ايت الله علي خامنه يي” هغه هېواد کې د پيل شويو لاريونونو په اوولسمه ورځ خپل غبرګون کې ويلي چې هېواد کې يې روان وضعيت د بهرنيو لاسوهنو له کبله رامنځته شوی دی.
هغه تور پورې کړ چې لاريونوال له امريکا، اسراييلو او بهر مېشتو دسيسه ګرو ايرانيانو سره اړيکې لري.
ايران کې له تېرو نږدې دريو اونيو راهيسې سخت اعتراضونه روان دي چې څو څو ځله پکې د تاوتريخوالي خبرونه هم خپاره شوي دي.
باید وویل شي دا لاریونونه وروسته تر هغې پيل شول کله چې تهران کې د اخلاقي امنيت پوليسو د مهسا اميني په نوم يوه کردۍ نجلۍ د لاریونوالو په خبره تر شکنجې وروسته ووژله.


















