ملا برادر: د ځنګلونو وهونکي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۱ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال “ملا عبدالغني برادر اخوند” په مشرۍ په ځانګړې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ژمي لپاره به نوي ځنګلونه نه وهل کېږي او پخواني وهل شوي به بازار ته عرضه کېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې په را روان ژمي کې د سون توکو د بیو پر کنټرول مفصلې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېوادوالو د ژمنیو ستونزو د حل په موخه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ځنګلونو کې هغو د سون لرګیو ته چې کلونه مخکې وهل شوي، بازار ته د داخلېدو اجازه ورکړي.

په همدې تړاو کرنې وزارت ته سپارښتنه شوې چې په یادو ځنګلونو کې به په هېڅ ډول چا ته اجازه نه ورکوي، چې ځنګلونه ووهي او که څوک پر دغه عمل مرتکب او ونیول شي، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.

په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې په ژمي کې ډبرو سکرو د نرخونو د کنټرول په موخه هر څه ژر طرحه جوړه او راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button