د استخباراتو رياست وايي، کابل کې يې ۲ انسان تښتونکي وژلي او ۲ تنه برمته شوي کسان یې ژغورلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان استخباراتو ويلي، چې پ کابل کې يې ۲ انسان تښتونکي وژلي او ۲ تنه برمته شوي کسان یې ترينه ژغورلي دي.

د استخباراتو د لوي رياست په رسمي ټويټر پاڼه د يادو کسانو ويډيو خپره شوه او ورسره يې ليکلي: «دوه تنه هیوادوال هر یو اجمل او حاجی معلم چې څه موده وړاندې د اختطافګرو لخوا اختطاف شوي وو او په بدل کې یې له کورنیو څخه د پيسو غوښتنه کوله، د استخباراتو د عمومي ریاست د ويښو منسوبینو لخوا د یو لړ پیچلو عملیاتو په پایله کې وژغورل شول او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول».

دواړو برمته شویو هم ویلي، چې په کابل کې تښتول شوي و او د امنيتي ځواکونو په ورتګ د خوشحالۍ چيغې وهي.

اختطاف شويو کسانو ويلي، چې انسان تښتونکو ورنه د سلګونه زرو ډالرو غوښتنه کوله.

د استخباراتو لوي رياست وايي، چې د عملیاتو په جریان کې دوه تنه اختطافګر امنيتي ځواکونو سره د مقاومت په پایله کې وو‌ژل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button