کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي “محمد صادق خان” ویلي، چې هېواد یې پلان لري چې د افغانستان د پوهنتونونو ۳۰۰ استادان وروزي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټاکل شوې، چې د دغه هېواد د لوړو زده کړو کمېسیون د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د افغانستان دولتي او خصوصي سکټور استادانو ته د روزنې دا زمینه برابره کړي.
محمد صادق ویلي چې په دې اړه یې یو وړاندیز او پروپوزل د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته سپارلی دی.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې، د دې روزنیز پروګرام د سکالرشیپونو لپاره به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوم لیکنه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې له یادو ۳۰۰ استادانو څخه د ۳۰ تنو لومړۍ ډلې ته به په اسلام اباد کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون لخوا روزنه ورکول کېږي.
محمد صادق خان زیاته کړې ده، چې له دې پروګرام څخه یې موخه د افغانستان د اکاډمیکو ادارو ظرفیت لوړونه ده.
د ویلو ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


















