شعر
د عشق هرې پوښتنۍ ته ځواب شو او که نه شو
منصور ورته په اور باندې کباب شو او که نه شو
د وینو په شرشر یې د جهاد لاره وهله
راضي له خړ طالب څخه وهاب شو او که نه شو
سره له دومره ډېرو وسایلو، غلامانو
د غرب خوني لښکر دلته بې تاب شو او که نه شو
میړانې ته مو ټوله نړۍ ګوته په غاښ نشوه
حیران مو قربانۍ ته اتقلاب شو او که نه شو
نازکو مړوندونو کې ولچکو ستړیا حس کړه
جانان ورته تسلیم نشو کامیاب شو او که نه شو
عواده ترهګر طالب د ټول ولس ټکور شو
عواده د همدوی هم انتخاب شو او که نه شو


















