کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۱ل)
به داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونو د روسیې له لوري نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه زیات کړې دي چې روسیي ځواکونه یې په ځینو سیمو کې له ماتې سره مخامخ کړې دي.
دې بدلون د امریکا ولسمشر جو بایډن دې ته اړ کړ چې خبرداری ور کړي چې د روسیې له لوري د اټومي وسلو د استعمال خطر په تېرو شپږو لسیزو کې تر بل هر وخت زیات شوی دی.
باید وویل شي چې ولسمشر پوتین تېره ورځ د خپلې اویایمې کلیزې نمانځغونډې ته په خبرو کې وویل، چې پر دغو سیمو د اوکرايین برید ته مسکو په دې سترګه ګوري لکه په روسیې چې حمله کوي او د خپلې دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.


















