بلخ کې د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د پمبې د پروسس فابریکه جوړه شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۱ل)

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د (جن وپرس صیام انترنشنل)کارخونې د پمبې د پروسس یوه فاریکه جوړه او په کار يې پيل وکړ.

د يادې فابريکې په جوړولو ۲ میلیونو ډالره لګښت راغلی چې د يوه خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده.

د صیام انترنشنل کارخونې مشر سید محمد هاشم هاشمي وايي، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامو مالوچو د پروسس وړتیا لري او تر سلو زياتو کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button