ایران: د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ سختې نښتې شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې په ایران کې د “مهسا امیني” په نوم د یوې کردۍ پیغلې د مړیني په غبرګون کې د خلکو پیل شوي لاریونونه څلورمې اونۍ ته غځیدلي، پرون د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.

د کردستان د بشري حقونو د څار ډلو ویلي چې یو شمېر نجونو پرون د ایران د کردستان په ولایت کې د مهسا امیني په ټاټوبي کې لاریونونه کړي او د مېرمنو، ژوند او آزادي شعارونه یې ورکړي دي.

دغه لاریونونه په داسې حال کې کیږي چې ایراني ځواکونو هم د لاریون کوونکو په ځپلو لاس پورې کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټ په وینا، د ایران په دغه ولایت او غربي آذربایجان ولایت کې هم لاریونونه ږ پیل شوي دي.

باید وویل شي چې د ایران په دغو لاریونونو کې تر دې دمه ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button