مجاهد: امریکا په ناپوهۍ کې پر افغانستان برید وکړ؛ خو افغانانو په میړانه ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي وياند “ذبيح الله مجاهد” وايي چې حکومت به د هغو کسانو مخه ونيسي چې په ملت کې د نفاق اچولو هڅې کوي.
نوموړي چې پر افغانستان د امريکا د بريد د کليزې په مناسبت يوې جوړې شوې غونډې ته په خبرې کولې: وويل چې امريکا او متحدينو يې په ناپوهۍ کې پر افغانستان بريد وکړ خو افغانانو په يووالي، میړانه او اتحاد سره ماتې ورکړه.
مجاهد ټينګار وکړ چې حکومت د هر هغه څه مخنيوي ته ژمن دی چې د افغانانو تر منځ د نفاق سبب کيږي. هغه يو ځل بيا پر امريکا غږ وکړ چې اسلامي امارت ورسره مثبت تعامل ته چمتو دی، خو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم بيا وويل چې امريکا او متحدينو يې په افغانستان کې پر نظامي ماتې سربېره فکري ضربه هم خوړلې ده.
د اعظم په وينا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره وخت او د يادې ضربې هېرولو ته اړتيا لري.



