کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، نایجېریا کې د یوې بېړۍ اوښتلو پېښه کې لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه د سویل ختیځ انامبرا ایالت د اوګبارو سيمه کې رامنځته شوې چې د مسؤلينو په وينا د اتيا کسانو له ډلې يې ۷۶ تنه مړه شوي دي.
د پېښې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي.
رپوټونو کې راغلي چې دغو کسانو د دوی پر سیمه د سیلابي اوبو د ورتلو له کبله خوندي ځای ته د وتلو هڅه کوله چې بېړۍ پرې واوښتله.
د نایجېریا ولسمشر محمدو بوهاري په پيښې خواشيني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ځینو چارواکو ویلي، چې د بېړۍ ماشین له کاره لوېدلی او تر ډوبېدو وړاندې یوه پله سره جنګېدلې ده.
د نایجېریا سویل ختیځ کې د بېړني مدیریت چارواکو ويلي، چې سیمه کې “د اوبو کچه ډېره لوړه او د لټون عملیاتو لپاره له خطر ډکه ده.

















