کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې يې د مخدره توکو د پروسس يوه لويه کارخانه کشف او له منځه وړې ده.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت اړوند د ۲۰۹ الفتح قول اردو ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ په للندر کلي کې عمليات کړي، چې د مخدره توکو (شيشې) د پروسس يوې لويې کارخونې له کلونو راهيسې پکې فعاليت درلود، کشف او له منځه وړې ده.
د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه عملياتو کې۱۰ بيرله شيشه، ۳ بېلابېل ډوله موټر، ۱ چره يې ټوپک او د مخدره توکو د پروسس يو شمېر وسايل هم د دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز دفاع وزارت ويلي، چې د کارخونې ۳ تنه مالکان د ۱۲ تنو همکارانو سره ونيول شول او د لا زياتو څيړنو له پاره يې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

















