کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې د دوی جنګیالیو تېره شپه شاوخوا ۱ بجه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اړوند د دوآب سیمې د جنجالي غونډۍ په مهمه پوسته تعرضي برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې پوسته په بشپړه توګه ونیوله.
احمدي وايي، جګړې نیم ساعت دوام وکړ، په یاده پوسته کې ۱۰ تنه عسکر ووژل شول، او پاتې نور یې په تېښته بریالي شول.
ښاغلي یوسف احمدي د ۱۳ میله کلاشنکوفونو، د ۲ میله پیکا ماشیندار، د ۲ قبضې راکېټ، د پیکا، کلاشنکوف د ګڼو مرمیو او د نورو ګڼو نظامي مهماتو د نیولو خبر هم ور کړ.
احمدي زیاتوي چې په یاده ټوله جګړه کې یې هیڅ کوم جنګیالي ته زیان نه دی اوښتی.
















