کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۱ل)
ترکيه کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه کې، چې نن يې لومړۍ ورځ وه، د افغانستان په استازيتوب پکې د اسلامي امارت وياند «ذبيح الله مجاهد» وينا کړې.
ښاغلي مجاهد په خپله وينا کې د اسلامي نړۍ پر يووالي ټينګار وکړ او په دې برخه کې د علماوو مسووليت خورا ستر او رول يې مؤثر ټګونه او زياته يې کړه، چې مونږ باید د نړۍ د هر مسلمان په درد دردمن شو.
نوموړي د پوښتنې په ډول وويل: «د اروپایي اتحادیې ګڼ هیوادونه چې په یوه ټغر راټولیږي او د امریکا ګڼ ایالتونه چې تر یوه چتر لاندې اوسیدای شي، مونږ ولې نه شو کولای؟!»
ښاغلي مجاهد دغه راز د افغانستان په هکله هم خبرې وکړې، د نجونو پرمخ تر ۶ ټولګي پورته ښوونځيو د بيا پرانيستلو د ډاډ تر څنګ يې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپیژني، کنګل شوې شتمني یې ور خوشې کړي او بندیزونو ته د پای ټکی کیږدي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامين، د وسله والو ډلو فعالیت تر ۱ سلنې هم کم دی، ټول خلک مو امن دي او له امنیتي پلوه هیڅ ستونزه نه لرو.
نوموړي دغه راز د ځينو نړيوالو رسنيو او سازمانونو له لوري د اسلامي امارت د ناسم انځور وړاندې کولو په هکله هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې افغانان د حنفي مذهب پیروان دي او احناف د تکفیر په مسئله کې خورا محتاط دي.
کوم تبلیغات چې د افغان علماؤ او اسلامي امارت پسې کیږي، کاملا له حقیقت څخه لرې دي.
مونږ له ټول امت مسلمه سره منسجمې او ښې اړیکې غواړو.
















