کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې ۸۲ سلنه افغان کډوال د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، او نور کډوال د کډوالو په ۴۵ سیمو کې اوسیږي.
په راپور کې د یو شمېر سیمو نومونه په لاندې ډول ښودل شوي دي:
پنجاب: ۱۱ سلنه افغان کډوال
سیند: ۴ سنله افغان کډوال
اسلام اباد: ۲ سلنه افغان کډوال
کشمیر: یوازې سلنه افغان کډوال
راپور د کډوالو د قومیت په اړه لیکلي چې:
پښتانه افغان کډوال: ۸۶سلنه
تاجکي افغان کډوال: ۶سلنه
ازبکي افغان کډوال: ی۲ سلنه
نور قومونه: ۶ سلنه
راپور کاږي چې د افغان کډوالو تر منځ ماشومان او تر ۲۴ کلونو پورې ځوانان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو ادارې یوه چارواکي رسنیو ته ویلي دی چې «په تېرو درې لسیزو کې پاکستان د هر بل کوم هېواد څخه افغان کډوالو ته ځای ور کوي.»
له بلې خوا د (U.N.HR) راپور کاږي چې په پاکستان کې ۱،۶ میلیونه ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.
















