لیکنه :عبدالجبار وحدت
د پاک منان رب تعالی شکر او حمد دی چې د اسلامي امارت په نوم اسلامي نظام، سیستم او رژیم لرو ، که مو دا نه لرلی، نه به مو نن د اشغال کمبله ورټوله کړي وی، نه به مو مبارزې رنګ راوړی وی او نه به فسق او فساد پای موندلی وی ، د متفرقه او جلا جلا مبارزو پایله موږ لیدلي ده چې هیڅ موثریت نه لري ، عراق ، لیبیا او سوریه یې ښکاره بیلګې دي، دومره لیرې هم نه ځو ، موږ څو لسیزې مخکې د افغانستان تاریخ ته ورګرځو ، د روسانو په مقابل کې د سپېڅلې جهاد بهیر که وڅارو او وګورو، اسلامي تنظیمونه او د دوی متعدد شمېر، پاشلتیا او د مشترکاتو نشتون د دې سبب شو ، چې مطلوبه پایله تر لاسه نکړي او هماغه وو ، چې د کعبې پر ځای د ترکستان په لاره رهي شول، موږ باید له تېر تاریخ درس واخلو او ښه دی درس مو اخیستی ، زموږ د ټولو بریاوو راز د دې صف وحدت دی.
د اسلامي امارت سیاسي منشور هم هغه څه دی ، چې موږ یو مشخص هدف ته سوقوي، نن چې څومره پرمختګونه دي ، د دې ټولو راز دا دی چې مشخص او واحد مېکانیزم، بیرغ ، نوم ، آمر ، پالیسي او ستراتیژي شتون لري، موږ باید د دې صف وحدت وساتو او باید د دې صف او نظام د استحکام او ټیکاو لپاره کار وکړو.
















